IQNA

حجةالاسلام قاسیم!

 حضرت زینب(س) د اسلام په تاریخ کې د حق د چورلیز رسانه اي بیلګه ده

14:17 - October 28, 2025
د خبر لمبر: 3491928
ایکنا – ددینی چارو یوه کارپوه حجةالاسلام قاسمي  ددې خبرې په کولو سره چې  هغه څه چې  حضرت زینب سلام الله علیهاترسره کړل، یوازې کومه تاریخي ایشوا کونه نه وه ، بلکې  د یوه الیهي روایت  رغونه وه . یو داسې روایت چې  حقیقت  د غمیزې له زړه  راوباسي ،  ارزښتونه ژوندي کوي او د تاریخ وجدان راویښوي ، ووئيل؛ حضرت زینب کبری (س)  د اسلام په تاریخ کط د ؛ حق د چورلیز د رسانه اي کړچار ؛بیلګه   بلل کیدلی شي. 

دعاشورا پیښه نه یوازې  د اسلام په تاریخ کې  یوه برخلیک ټاکونکی چاره شمیرل کیږي ، بلکې د حقیقت د بیانولو ، د انساني وجدان د بیدارولو   او د  اصیلو انساني  ارزښتونو  د احیاء  کولو لپاره یوه ژوندئ سرچینه  شمیرل کیږي .  ددغې واقعې په لویو شخصیّتونو کې حضرت زینب الکبرا(س) بې بدیله او ممتاز ځائيګی لری. هغه بزرګواره بی بی  د الهی او  ځیرک   رول په لوبونې سره  وتوانیدله د اسلام د تاریخ په یوه ترټولو  تورتم پړاؤ کې دعاشورا پیغام  د سنسرونو ،تحریف  او ساډوبئ په اوج کې  د تاریخ غوږ ته  ورساوه  او د راتلونکو نسلونو لپاره ئې د هدایت لاره  روښانه او ژوندئ وساتله .

د دینی تبلیغ له پلوه حضرت زینب (س) په عقلاني اوعاطفي  ځواب وئينې  تلفیق سره وتوانیدله  الهي ژور مفاهیم  په یوه اغیز شیندونکي او انساني چوکاټ کې بیان کړي . هغې بزرګوارې وښودله چې په ټولنې کې د حقیقی اغیز شیندنې لپاره ،یوازې ذهنی قناعت  کافی نه دی، بلکې  باید د مخاطب  د ژوند تجروبه ،احساس او زړه  هم مخاطب وګرځول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4312709

captcha